مهم خبرونهنړیوال

د نهو اروپایي هېوادونو نیمايي اوسېدونکي ټرمپ د اروپا دښمن بولي

په اروپا کې د یوه تازه نظرپوښتنې پایلې پراخ بدبیني څرګندوي چې د ایالات متحده د اوسني ولسمشر دونالد ټرمپ پر وړاندې موجوده ده. دغه نظرپوښتنه چې د «لوگران‌کنتیننت» څېړنیز مرکز له‌خوا په پاریس کې ترسره شوې، ښيي چې شاوخوا ۴۸ سلنه ګډونوال په نهو اروپایي هېوادونو کې ټرمپ د اروپا دښمن ګڼي.

پایلې ښيي چې دا انده له هېواده تر هېواده توپیر لري. په بلجیم کې ۶۲ سلنه، په فرانسې کې ۵۷ سلنه او یوازې په پولنډ کې ۱۹ سلنه خلک ټرمپ د اروپا دښمن ګڼي. تحلیل کوونکي وايي دا توپیر د دغو هېوادونو له تاریخي، سیاسي او اقتصادي اړیکو سره د امریکا اړیکو پورې تړاو لري.

یاده شوې نظرپوښتنه د فرانسې، ایټالیا، هسپانیا، آلمان، پولنډ، پرتګال، بلجیم، هالند او کروواسیا په ګډون ترسره شوې. ګډونوالو همداراز د اروپا او روسیې ترمنځ د احتمالي راتلونکو شخړو پر وړاندې خپل اندېښنه ښودلې ده.

شنونکي باور لري چې دا پایلې ښيي چې د اروپایي خلکو ترمنځ دا اندېښنه شته چې د لوېدیځ متحدانو ځواکونه، په ځانګړي ډول د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د امریکا رول، مخ په کمزوري کېدو دی. دوی وايي اروپا له یو کمزوري امنیتي حالت سره مخ ده او د دې وچه، ډېر خلک د دې لویې وچې د دفاعي جوړښتونو په اړه اندېښمن دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button