مهم خبرونهنړیوال

د سپینې ماڼۍ ترڅنګ د ټرمپ او اپستين اعتراضي مجسمه نندارې ته کښېښودل شوه

يو انس معلوم هنري ډله په امريکا کې د ډونالډ ټرمپ، د متحده ايالاتو د ولسمشر، او جفري اپستين اعتراضي مجسمه د واشنګټن په سپينه ماڼۍ نږدې نندارې ته وړاندې کړه. دغه اثر د نامتو فلم «تايتانيک» له يو مشهور صحنې څخه الهام اخيستی او دواړه څېرې د «جک» او «رز» د کرکټرونو په بڼه انځوروي.

د مجسمې جوړونکو ويلي چې د دوی هدف د جفري اپستين قضيه ياده ساتل او د هغې د هېرېدو مخنيوی دی. د دوی په وينا، دا اقدام هڅه ده چې د عامو وګړو پاملرنه يو ځل بيا د دې جنجالي قضیې اړخونو ته راوګرځوي.

د اپستين قضيه په تېرو کلونو کې د امريکا په رسنيو او سياسي کړيو کې پراخ انعکاس درلودلی او لا هم د دې هېواد د عامو وګړو د بحث يوه موضوع ده. دا هنري اقدام هم په همدې لړ کې او د اعتراضي حرکت په توګه د واشنګټن په عامه فضا کې ترسره شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button