سياستمهم خبرونه

د ټرمپ ځانګړي استازي د طالبانو حکومت له جدي پایلو سره ګواښلی

دونالد ټرمپ ځانګړي استازي د بندیانو په چارو کې، اډم بولر، خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې نیول شوي امریکايي وګړي خوشې نه شي، دغه هېواد به د وینزویلا یا ایران په څېر برخلیک سره مخ شي. نوموړي ټینګار کړی چې اوس مهال درې «بې‌ګناه» امریکایان په افغانستان کې بندیان دي.

بولر چې تر دې مخکې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی او د یو شمېر امریکایي بندیانو د خوشې کېدو په برخه کې یې رول لوبولی، په خپل اکس (پخوانی ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې امریکا نور دا نه شي زغملی چې د خپلو وګړو د بندي نیول کېدو شاهد وي. هغه اداره طالبان ته ویلي چې د دغو کسانو د خوشې کولو وخت رسېدلی او که دا کار و نه شي، جدي پایلې به ولري.

د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې، د ډینس کویل او محمود حبیبي نومونه د بندیانو په منځ کې یاد شوي او واشنګټن یې د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده. رویټرز هم د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې امریکا هڅه کوي د پاول اوربي پاتې شوني هم بېرته ترلاسه کړي؛ هغه لیکوال چې وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د ډیورند کرښې ته نږدې لیدل شوی و.

اداره طالبانو تر دې وړاندې د خبرو اترو له لارې یو شمېر امریکايي بندیان خوشې کړي، خو د محمود حبیبي، د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخواني رئیس، د نیول کېدو خبر یې رد کړی او تل یې ویلي چې مسئلې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. سره له دې، د بهرنیو وګړو د دوامداره توقیف او د هغوی د احتمالي سیاسي فشار د وسیلې په توګه ګټې اخیستنې اندېښنې زیاتې کړې دي چې د طالبانو د حکومت د بشري حقونو او نړیوالو ژمنو په اړه ابهامونه رامنځته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button