مهم خبرونهنړیوال

د ټرمپ ځانګړی استازی له امریکايي پلاوي سره مسکو ته روان دی

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی، ستیو ویتکاف، به ژر تر ژره مسکو ته سفر وکړي. د روسیې د ولسمشر مرستیال، یوري اوشاکوف، ویلي چې دا سفر د واشنګتن او مسکو ترمنځ د ډیپلوماتیکو هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي او ویتکاف به له یو رسمي امریکايي پلاوي سره مل وي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي و، تر هغه چې د مسکو او کییف ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون ترلاسه نه شي، له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره به ونه ګوري. د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې کېدای شي د جګړې پر دواړو ښکېلو خواوو د فشار راوستو د یوې ستراتېژۍ په توګه تعبیر شي.

بل خوا، د امریکا د پوځ وزیر، له روسي پلاوي سره په ابوظبۍ کې تر لیدنې وروسته، ټاکل شوې چې په راروانو ورځو کې له یوه اوکرایني پلاوي سره هم وګوري. دغه خبرواترو ته د واشنګتن له خوا د اوکراین روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نوې هڅې په سترګه کتل کېږي.

امریکا داسې مهال د اوکراین د جګړې په تړاو فعاله دیپلوماتیکه ونډه اخلي، چې طالبان اداره له دې بحرانه سره سره – چې پر سیمه مستقیم او غیر مستقیم اغېز لري – له کومې څرګندې او مسؤلانه دریځ نیولو ډډه کوي او د افغانستان بهرنی سیاست یې عملي ډول ځنډولی دی. د طالبانو د ادارې بې‌پروایي په نړیوالو مسایلو، په ځانګړي ډول په بهرني سیاست کې، یو ځل بیا د دغې ادارې د مشروعیت نشتوالی او د افغانانو د ګټو د استازیتوب ناتواني روښانه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button