ترامپ د اوباما د نیولو غوښتنه وکړه

د امریکا اوسنی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د دې هېواد د پخوانیو ولسمشرانو د انتقادي څرګندونو په غبرګون کې، له باراک اوباما د نیولو غوښتنه کړې ده. ټرمپ دغه غوښتنه د ‘تروث سوشال’ په ټولنیزه شبکه کې د جنجالي پیغامونو له لارې وړاندې کړه.
دغه غبرګونونه وروسته له هغې څرګند شول چې د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د ادارې مامورینو د مینیاپولیس په یوه عملیات کې الکس پرټي په ډزو وژلی و؛ پیښه چې پراخې ولسي مظاهرې او سیاسي نیوکې یې راوپارولې. څو تنه د امریکا پخواني ولسمشران، چې معمولاً په ورځنیو چارو کې کم تبصرې کوي، دا ځل چوپتیا ماته کړه.
پخواني ولسمشر بیل کلینټن په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې امریکا د خپلې تاریخي برخلیک ټاکونکې شېبې سره مخ ده او اوسني تصمیمونه کولای شي د دغه هېواد پخوانۍ آزادۍ د اوږدې مودې لپاره تر سیوري لاندې راولي. هغه ټینګار وکړ چې د دغو آزادیو له لاسه ورکول ښایي نه جبرانېدونکي وي.
جو بایډن هم په یوه جلا پیغام کې د مینهسوتا د اوسېدونکو له هغو مظاهرو ملاتړ وکړ چې د فدرالي حکومت د سختو کډوالۍ تګلارو پر ضد شوي وې. هغه وویل دغه اعتراضونه د امریکا د ټولنې د اساسي ارزښتونو یادونه کوي.
باراک او میشل اوباما د دې وژونکې پېښې په اړه په یوه لیکلي بیان کې وویل چې دا پېښه باید د ټولو امریکایانو لپاره، پرته له ګوندیز تمایل، د خبرداري زنګ وي، ځکه د دوی په باور، د هېواد بنسټیز ارزښتونه په زیاتېدونکي ډول تر فشار لاندې دي.
اوباماګان همدارنګه د امریکا د کورني امنیت وزارت هغه څه «بې ساری تاکتيکونه» وبلل او پر دې یې نیوکه وکړه چې د کډوالۍ او ګمرک نقابپوش مامورین په ښارونو کې د خلکو د وېرې او بېباورۍ سبب ګرځي.
له بلې خوا، ټرمپ د دغو نیوکو منځپانګې ته له مستقیم ځواب پرته، په مجازي فضا کې د پیغامونو په بیا خپرولو سره باراک اوباما په خیانت تورن کړ او بېبنسیټه څرګندونې یې وکړې چې ګواکې بېلابېلو ادارو او هېوادونو د امریکا په سیاسي بدلونونو کې رول درلود. هغه په یوه څرګنده پیغام کې د اوباما د نیولو غوښتنه وکړه – یوه اقدام چې د امریکا د ولسمشر د چلند او سیاسي خبرو اترو په اړه پراخ بحثونه او تازه نیوکې راپورته کړې دي.




