دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

ټرمپ دوهم ځل د ایران پر برېښنايي تاسیساتو د برید پرېکړه وځنډوله

دونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، اعلان وکړ چې پر ایران د انرژۍ پر تاسیساتو برید لس ورځې نور هم ځنډول شوی دی. هغه د جګړې له پیل وروسته د کابینې په لومړۍ ناسته کې یو ځل بیا ادعا وکړه چې له تهران سره خبرې روانې دي او راتلونکې پرېکړې به د دغو سلا مشورو له مخې وشي.

ټرمپ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وکړې او یو ځل بیا یې ادعا وکړه چې د ایران سمندري او هوايي ځواک یې «په بشپړ ډول» له منځه وړي دي. هغه زیاته کړه چې شاوخوا ۹۰ سلنه د توغندیو د توغولو ځايونه او «شاید تر ۹۰ سلنه زیات» د ایران توغندي ویجاړ یا شنډ شوي دي. دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح شوي چې د ایران توغندیز بریدونه پر بېلابېلو اهدافو په خلیجي هېوادونو او همدارنګه په اشغال شوو سیمو کې لا هم دوام لري.

د امریکا ولسمشر همدا راز وویل چې ایران د یوې هوکړې ترلاسه کولو هڅه کوي، خو ټینګار یې وکړ چې که تهران له خبرو ډډه وکړي، بریدونه به دوام ومومي. هغه دا هم وویل چې د ایران چارواکي «ډېر ښه خبرې کوونکي» دي. د ایران چارواکو مخکې له دې څو ځله ویلي چې له امریکا سره به خبرې ونکړي او تر هغه به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي څو د جګړې ګواښ بشپړ له منځه لاړ شي.

په همدې ناسته کې، د امریکا ځانګړي استازي ستیو ویتکاف اعلان وکړ چې واشنګټن د پاکستان له لارې ایران ته یو ۱۵ مادې لرونکی لېست لېږلی دی. د دې لېست جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو د تهران چارواکو دا لېست «نه منلو وړ» بللی دی.

ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ چې که ایران د اوربند وړاندیز ونه مني، پوځي عملیات به دوام ومومي. دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران له خوا د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د انرژۍ بیې په ځانګړي ډول د تېلو او مایع ګاز نرخونه ورځ تر بلې لوړېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button