مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ د خپل حکومت کړنو دفاع وکړه او پر مهاجرت، اقتصاد او بهرني سیاست تمرکز وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په شپه د دغه هېواد خلکو ته په یوه وینا کې د خپل حکومت د کارونو دفاع وکړه او تمرکز یې پر پوله ساتنه، اقتصاد او بهرني سیاست وکړ.

ټرمپ وویل، حکومت یې هغه هېواد ترلاسه کړی چې د هغه په وینا له “ګډوډۍ” سره مخامخ و، خو اوس د اصلاحاتو پر لور روان دی. هغه د پخواني حکومت پالیسیو ته په اشاره وویل، د امریکا پولې خلاصې وې او میلیونه کسان هېواد ته ورداخل شوي وو، خو باید نور دا وضعیت تکرار نه شي.

ولسمشر ټرمپ پر پخوانیو تجارتي موافقو سختې نیوکې وکړې او دا یې ناکامه وبللې. هغه ادعا وکړه چې د خپل حکومت پر مټ یې تر هر بل حکومت زیات مثبت بدلونونه راوړي دي. همداراز یې وویل، دی د امریکا د خلکو د ګټو لپاره مبارزه کوي او داسې بریاوې یې ترلاسه کړي چې د ده په باور، هېڅ تمه ورته نه کېدله.

ټرمپ د مهاجرت موضوع ته په اشاره وویل، دا مهال د امریکا پولې تر ټولو خوندي وضعیت کې دي او د مجرم مهاجرینو د شړلو کچه لوړه شوې ده. هغه په کارابین سیمې کې د امریکا پوځي اقدامات توجیه کړل او وویل، د مخدره موادو د راتګ کمېدو ته یې لاره هواره کړې ده.

د بهرني سیاست په برخه کې، ټرمپ ادعا وکړه چې امریکا تر ټولو ځواکمن پوځ لري او توانېدلې ده چې له یو شمېر جګړو پای ته ورسوي. هغه د ایران د اټومي پروګرام او د غزې د وروستیو پېښو په اړه هم خبرې وکړې، خو ډېر جزئیات یې ورنه کړل او خبرې یې عمومي طبیعت درلود.

ټرمپ همداراز وویل، اسرائيلي اسیران بېرته ستانه شوي او د وژل شویو کسانو مړي انتقال شوي دي، او دا یې هم ادعا وکړه چې په منځني ختیځ کې سوله تحقق موندلې ده؛ خو دا څرګندونې له واقعي حالاتو سره په نه سمون کې دي او د ناقدینو غبرګونونه یې پارولي دي.

د اقتصاد په برخه کې، ټرمپ له لویو پانګونو او د کار موندنې فرصتونو زیاتېدو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د مالیاتو د کمښت اغېزې به راتلونکي کال څرګندې شي. هغه امریکا د پانګونې تر ټولو زړه راښکونکی ځای وباله.

ټرمپ اعلان وکړ چې تر کریسمس وړاندې له یو میلیون څخه ډېر امریکایي سرتېري به مالي انعامونه ترلاسه کړي. هغه د روغتيايي بيمې لوی شرکتونه د شتمنۍ په ذخیره کولو تورن کړل او ویې ویل چې دی به د هغوی پر وړاندې ودرېږي.

په یوه بله برخه کې ټرمپ د فډرالي ذخیرو بانک (Federal Reserve) لپاره د نوي مشر د معرفي کولو خبر ورکړ او ویې ویل، دا کس به د سود د کچې په ښکته کولو باور ولري. هغه په دموکراتانو سختې نیوکې وکړې، د انفلاسیون او کورونو ته د نه لاسرسي پړه یې پر هغوی واچوله او د کور جوړونې په بازار کې یې د نوو اصلاحاتو خبر هم ورکړ.

ټرمپ په پای کې د مینه‌سوتا ایالت سره مربوطه مالي تورونو ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې میلیونه ډالر غلا شوي او دا پیسې سومالیا ته د الشباب ډلې ته استول شوې دي. هغه ژمنه وکړه چې دا وضعیت به ختم کړي، خو د دې ادعاو لپاره یې هېڅ جزئیات یا اسناد وړاندې نه کړل.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button