وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د کیوبا د مشر د بدلولو هڅې پیل کړي

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کیوبا د سیاسي مشرتابه د بدلون لپاره هڅې پیل کړې دي، او د دې تګلارې اصلي هدف د دغه هېواد د مشر له واکه لرې کول ګڼل شوی دی.
دغه راپور زیاتوي چې ټرمپ او د هغه نژدې کړۍ هڅه کوي هغه بانفوذه کیوبایي چارواکي وپېژني چې ښايي د واشنګټن له حکومت سره د یوې “معاملې” په چوکاټ کې د هاوانا د مشرتابه په بدلون کې همکارۍ ته چمتو وي. خو د امریکا چارواکو منلې چې تر اوسه د کیوبا د راتلونکې لپاره کوم عملي یا مشخص پلان شتون نه لري.
وال سټریټ ژورنال د نامعلومو امریکایي سرچینو له قوله لیکلي چې د امریکا د پوځ وروستۍ هڅه د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو په برخه کې، د کیوبا لپاره یو “نمونه او خبرداری” ګڼل شوی؛ یو اقدام چې د واشنګټن د احتمالي فشارونو په اړه روښانه پیغام استوي.
د یوه امریکایي چارواکي په وینا، په میامي او واشنګټن ډي سي ښارونو کې له تبعیدي کیوبایانو او مدني ډلو سره غونډې ترسره شوې دي، څو دننه په کیوبا کې داسې یو دولتي چارواکی وموندل شي چې ښايي له متحده ایالاتو سره د معاملې لیوالتیا ولري.
ډونالډ ټرمپ همدارنګه په علني توګه کیوبا ګواښلې، او د روان میلادي میاشتې په پیل کې یې د “تروت سوشیال” په ټولنیز شبکه کې لیکلي: «زه په کلکه سپارښتنه کوم چې هغوی دې معامله وکړي، مخکې له دې چې ناوخته شي.»
په همدې وخت کې، ریکاردو زونیګا، چې د باراک اوباما د حکومت پخوانی مامور او د ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کلونو پورې د واشنګټن او هاوانا د لنډ مهاله پخلاینې خبرو برخه وال و، ویلي چې د ونزویلا په پرتله د کیوبا مشرتابه “ډېره سخته موخه” ده.
هغه وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې د کیوبا د قدرت په جوړښت کې “هیڅ داسې څوک نشته” چې د امریکا له ملاتړه د کار کولوسره هڅول شي.
د کیوبا د مشرتابه د نسکورولو هڅې څو لسیزې پخوانۍ دي، او له ۱۹۵۹ زېږديز کال د انقلاب راهیسې، چې فیدل کاسترو یې واک ته ورساوه، دا موضوع د امریکا د یو شمېر سیاستوالو د اجنډا برخه پاتې شوې ده.




