مهم خبرونهنړیوال

ډونالډ ټرمپ بیا د افغان جګړې پر مهال د وسلو پرېښودو له امله د بایډن اداره غندلې

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د جو بایډن اداره په افغانستان کې د امریکایي وسلو او نظامي تجهیزاتو د پرېښودو له امله غندلې ده. نوموړي د سه‌شنبې په ورځ، چې د لړم له ۲۷مې سره برابره وه، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د واشنګټن په لیدنه کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو له‌خوا د امریکایي وسلو په استفادې نظامي رسم‌العملونه لیدل هغه ته «قهر» راوړي.

ټرمپ وویل، په خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دوره کې یې د امریکا د پوځ د بیا رغونې لپاره ستر لګښتونه شوي وو، خو یوه لویه برخه تجهیزات یې په افغانستان کې له لاسه ورکړل. هغه په تندووایې سره زیاته کړه: “هغه وسلې په احمقانه ډول پرېښودل شوې، ځکه زموږ هېواد د ناپوهو کسانو له‌خوا اداره کېده.”

ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځل د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې نشي زغملای طالبان له پرمختللو امریکایي وسلو کار اخلي. نوموړي ویلي دا وسلې باید بېرته راوګرځول شي، خو تر دا مهاله په دې برخه کې کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

ځینې شنونکي باور لري چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پر مهال د مدیریت کمزورتیا او طالبانو ته د امریکایي وسلو پرېښودل نه یوازې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی، بلکې د توندلارو ډلو د لا پیاوړتیا سبب شوي دي. د طالبانو اداره، چې نړیوال مشروعیت نه لري، اوس له یادو تجهیزاتو څخه د بیلابیلو سیمو پر کنټرول د ټینګښت لپاره کار اخلي، يوه وضعه چې د افغانستان د خلکو تر منځ پراخې اندېښنې رامنځته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button