مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ: هېوادونه دې پخپله د هرمز تنګي ته ولاړ شي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ د وري په ۱۱مه اعلان وکړ چې هغه هېوادونه چې د هرمز تنګي د ګډوډۍ له امله د جېټ سونګ توکو له کموالي سره مخ دي، بايد خپله د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړي. نوموړي ټينګار وکړ چې امريکا به نور د پخوا په څېر د دغو هېوادونو د ملاتړ لپاره شتون ونه لري.

ټرمپ په «تروت سوشيال» نومې ټولنيز شبکه کې په يو پيغام کې وليکل چې دغه هېوادونه کولای شي اړين سونګ توکي له امريکا څخه واخلي، ځکه چې د هغه په وينا، امريکا د بسيا زېرمو درلودونکې ده. هغه دا هم وړانديز وکړ چې هېوادونه دې «زړورتيا» وښيي او پخپله دې د هرمز د تنګي د لارې د پرانيستلو هڅه وکړي.

د امريکا ولسمشر د بريتانيا په يادونو کې وويل چې دغه هېواد د ايران د حاکميت پر ضد د هر ډول اقدام له ګډون څخه ډډه کړې ده. نوموړي زياته کړه، هېوادونه بايد زده کړي چې خپله دفاع وکړي او دا تمه ونه لري چې امريکا به تل د مرستې لپاره مداخله وکړي.

ټرمپ دا هم ادعا وکړه چې ايران «عملاً له منځه تللی» او زياته يې کړه چې د کار ستونزمنه برخه تر سره شوې ده.

د هرمز تنګی د نړۍ له خورا مهمو د انرژۍ د لېږد لارو څخه ګڼل کېږي، او هره ګډوډي پکې د نړيوالو د نفتو او سونګ توکو بازارونه اغېزمنولای شي. دا تنګی د جګړې له پيله د ايران تر کنټرول لاندې دی، او امريکا تر اوسه نه ده توانېدلې چې دا له د ايران له کنټروله وباسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button