ټرمپ: د اوکراين او روسيې د کړکېچ په اړه د پرمختګ نښې ښکاري

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا ويلي چې متحده ايالات د اوکراين او روسيې تر منځ د جګړې اړوند بدلونونو په بهير کې پر صحيح لاره روان دي او د ده په وينا، د پرمختګ نښې ليدل کېږي.
ټرمپ د الميادين له شبکې سره په مرکه کې وويل چې واشنګټن په دې قضيه کې «ښه پرمختګ» کړی او اټکل يې وکړ چې ښايي په نېږدې راتلونکې کې مثبت خبرونه خپاره شي. هغه له نورو جزيياتو له ورکولو پرته، اوسنی حالت د قناعت وړ وبللو.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په وروستيو مياشتو کې د اوکراين او همدارنګه د ګرېنلنډ موضوعاتو د امريکا او يو شمېر اروپايي هېوادونو تر منځ تاوتريخوالی رامنځته کړی دی. له دې سره هم، د امريکا ولسمشر ادعا وکړه چې د واشنګټن او اروپا اړيکې «عالي» دي او زياته يې کړه چې اروپايي هېوادونه په مالي ډول د امريکا پياوړی ملاتړ کوي.
ټرمپ د خپل هېواد پر پوځي ځواک هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې امريکا تر ټولو پرمختللې پوځي وسايل لري او دغه تجهيزات د ناټو ايتلاف ته پلوري. ده په عين حال کې په خبر دارۍ سره وويل چې اروپا بايد احتياط وکړي، ځکه د ځينو په باور، د مهاجرت او انرژۍ په څېر مسايلو له امله د دغه براعظم وضعيت له ابهام سره مخ دی.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کيږي چې د اوکراين ولسمشر وولوديمير زيلېنسکي اعلان کړی چې هېواد يې د سولې د ترلاسه کولو لپاره د عملي ګامونو پورته کولو ته چمتو دی او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه يې کړې ده.




