ټرمپ د ونزوئلا د ولسمشر او د هغه د مېرمنې د نیول کېدو ادعا وکړه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې د ده هېواد د ونزوئلا پر ضد د بریدونو تر تاييد وروسته، د دغه هېواد ولسمشر نېکولاس مادورو له خپلې مېرمنې سره يو ځای نيول شوی دی. ټرمپ دا عمليات ‘پراخ او بريالی’ بللی دی.
ټرمپ ادعا وکړه چې دا نيونه د امريکا د بريد وروسته ترسره شوې او مادورو له خپلې مېرمنې سره له ونزوئلا څخه هوايي لېږد شوی دی. نوموړي له زياتو جزيياتو ورکولو پرته يو ځل بيا د دغو دوو کسانو د نيول کېدو او د عملياتو د ترسره کېدو ټينګار وکړ.
په عين حال کې، د ونزوئلا د اپوزېسيون ځينو سرچينو شبکې ‘سکای نيوز’ ته ويلي چې د دوی په باور د نېکولاس مادورو نيونه د يوې ‘هوکړه شوي وتنې’ په چوکاټ کې ترسره شوې ده؛ خو دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تاييد شوې.
ونزوئلا د جنوبي امريکا په شمال کې يو هېواد دی چې په وروستيو کلونو کې له ژورو سياسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ شوی او دا تازه پېښې ښايي مهمې سيمهييزې او نړيوالې اغېزې ولري.




