ټرامپ محمد بن سلمان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب مسؤل وټاکه

د لبناني ورځپاڼې الاخبار د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره مسؤل ګڼلی دی.
په راپور کې د لوېدیځو سرچینو له قوله ویل شوي چې بن سلمان ته دا دنده سپارل شوې چې د ایران سره په احتمالي خبرو اترو کې لوری وټاکي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د کلونو راهیسې شته اختلافونو ته د حل لاره ومومي. سرچینې زیاتوي چې بن سلمان دا موضوع له ولسمشر ټرامپ سره شریکه کړې او ټینګار یې کړی چې دا ډول توافق د منځني ختیځ د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.
د همدې سرچینو په حواله، بن سلمان خپل اندېښنه هم څرګنده کړې چې د اسراییلي صدراعظم بنیامین نتانیاهو حکومت ښایي د هر ډول توافق مخه ډب کړي او سیمهییز تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.
همداراز ویل شوي چې بن سلمان له امریکایي چارواکو سره د سپینې ماڼۍ له لیدنې وروسته له ایراني مقاماتو سره تماسونه نیول شوي او دواړه خواوې د پاریس په یوه بیړنۍ لوړې کچې ناسته چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې تر سره کېږي، سلا شوي دي.
الاخبار ورځپاڼه ادعا کوي چې بن سلمان له دې وړاندې د ایران د ملي امنیت عالي شورا له مشر علي لاریجاني سره په ریاض کې لیدنه کړې وه او د سعودي ددې نوښت په اړه یې د تهران د دریځ پوښتنه کړې وه. لاریجاني مثبت ځواب ورکړی خو خبرداری یې ورکړی چې ایران د امریکا او اسراییلو له فشارونو، په ځانګړې توګه د تیرې اوړي د بریدونو وروسته، له خپل دریځ نه تېرېږي.
همداراز ویل شوي چې بن سلمان له امریکایي چارواکو سره دا هم ویلي چې له ایران سره توافق د یمن جګړې د پای ته رسولو لپاره هم مهم دی. خو ځینې امریکایي چارواکي چې له اسراییلي رژیم سره نږدې اړیکې لري، له دې هڅو سره مخالفت ښودلی دی.
دغه سرچینې وایي چې دا لومړی ځل دی چې سعودي عربستان پر اسراییلي رژیم د احتمالي تخریب کوونکو اقداماتو په اړه خپل اندېښنه امریکایي چارواکو ته څرګندوي او باور لري چې له ایران سره له تفاهم پرته د منځني ختیځ دایمي ثبات ناشونی دی.




