د ټرمپ له ملاتړ شوي نوماند نصري عصفوره د هندوراس لانجمن ټاکنې وګټلې

د هندوراس د ټاکنو چارواکو اعلان کړی چې نصري عصفوره، د ملي ګوند محافظهکار نوماند او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملاتړ شوی کس، په رسمي ډول د هندوراس د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی دی. دغه ټاکنې له پراخو لاريونونو، د درغلۍ او بهرنۍ لاسوهنې له تورونو سره مل وې.
د ټاکنو پايلې له څو اوونيو د رايو له شمېرنې وروسته اعلان شوې، چې د منتقدانو په وينا، د هندوراس د ټاکنيز نظام د شفافيت او اعتباره په اړه جدي شکونه راپورته کړي دي. د رسمي شمېرو له مخې، عصفوره ۴۰.۲۷ سلنه رايې ترلاسه کړې او په لږ توپير سره يې خپل اصلي سيال سالوادور نصرالله ته ماتې ورکړې ده.
سالوادور نصرالله، د ليبرال ګوند مشر چې ۳۹.۵۳ سلنه رايې يې اخيستې، د پايلو له منلو انکار کړی او د ټاکنو چارواکي يې د خلکو د رايو د خيانت په تور نيوه کړي دي. نوموړی او د هندوراس د خلکو يوه ستره برخه، دا ټاکنې له پراخې درغلۍ اغېزمنې بولي.
په دغو ټاکنو کې، واکمن چپپاله ګوند درنه ماتې وخوړه او د دغه ګوند نومانده ماريا اندره چاوز يوازې ۱۹.۱۹ سلنه رايې ترلاسه کړې. دغه پايله د هندوراس سياسي توازن په څرګنده توګه بدل کړی دی.
د ټاکنو له تر سره کېدو وړاندې، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که د هغه ملاتړ شوی نوماند بريالی نه شي، نو د امريکا متحده ايالات به له هندوراس سره خپلې مرستې بندې کړي. منتقدان وايي، دا ډول څرګندونې د بهرنۍ سياسي فشار نښه ده چې د کوچنيو هېوادونو ديموکراتيک بهيرونه تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.




