سياستمهم خبرونهنړیوال

د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونې د برېتانیا تند غبرګون راوپاروه

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې، چې ویلي یې دي د ناټو متحدین د افغانستان په جګړه کې له لومړۍ کرښې څخه ځانونه شاته ساتلي، د برېتانیا له خوا له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.

ټرمپ د فوکس نیوز له شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، د ناټو ځواکونه په افغانستان کې “یو څه شاته” د امریکايي سرتېرو تر شا ځای پر ځای وو او له لومړۍ کرښې لیرې کېدل. نوموړي شک څرګند کړی چې که یو ځل بیا د “واقعي اړتیا” پر مهال اړتیا پېښه شي، ناټو به د امریکا ترڅنګ ودرېږي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: “موږ هېڅکله هغوی ته اړتیا نه لرله. هغوی به ووایي چې ځواکونه یې افغانستان ته استولي، هو، دا رښتیا ده، خو هغوی شاته پاتې وو او له لومړۍ کرښې لیرې وو.” دغه څرګندونې ژر د امریکا د اروپايي متحدینو منفي غبرګونونه راپارولي دي.

په مقابل کې، د ناټو سرمنشي د داووس اقتصادي غونډې په څنډه کې د ۱۱م سپتمبر بریدونه یاد کړي او ټینګار یې کړی و، چې د دې دفاعي تړون متحدین که پر امریکا بیا برید وشي، بې له شکه د واشنګټن ترڅنګ به ودرېږي. همدارنګه، د هالند لومړي وزیر مارک روته ټرمپ ته ویلي، د اروپا په ژمنې شک لرل د تېرو واقعیتونو خلاف دي.

روته د افغانستان جګړې ته په اشارې ویلي، د ناټو متحدین په دغه جګړه کې برخه‌وال وو او درنه بیه یې ورکړه. د هغه په وینا، د هر دوو وژل شویو امریکايي سرتېرو په بدل کې، یو د ناټو بل هېواد سرتېری هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په برېتانیا کې، د روغتیا وزیر ستیفن کیناک د ټرمپ څرګندونې “ډېره ناامېدونکې” بللې او ویلي یې دي، دا ادعاوې هېڅ واقعي بنسټ نه لري. نوموړي ټینګار کړی، د برېتانوي پوځیانو د قربانۍ تر پوښتنې لاندې راوستل د افغانستان د جګړې حقایقو نادیده نیول دي.

د برېتانیا د ولسي جرګې د بهرنيو اړیکو د کمېټې مشره، ایملي تورنبري هم دا څرګندونې د قربانیانو د کورنیو پر وړاندې “روښانه سپکاوی” بللی دی. د لیبرال ډیموکرات ګوند مشر، اېډ ډېوي، د ټرمپ د پوځي معافیتونو د پخواني تاریخ په یادولو سره ویلي، ټرمپ حق نه لري د پوځیانو د فداکارۍ پر اړه قضاوت وکړي.

ځینو هغو بریتانوي استازو چې پخوا په افغانستان کې دنده ترسره کړې، هم غبرګون ښودلی. د شاهي هوايي ځواک پخواني افسر کالوېن بېلي ویلي، دغه څرګندونې د برېتانوي ځواکونو له میداني تجربو سره اړخ نه لګوي. همدارنګه، د پوځ پخواني کپتان بن اوبس جکتي ویلي، د ناټو د متحدینو رول کم ارزښت لرل د افسوس وړ کار دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button