د ټرمپ نوی امر: د افغان ویزو مرکې دوام لري، خو ویزې نه صادرېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قونسلوګریو سره په یوه رسمي تلګراف کې امر کړی چې د افغان ویزې غوښتونکو لهپاره مخکې له مخکې ټاکل شوي د مرکې وختونه لغوه نهشي. دا اقدام د عمومي ویزه ورکولو د بهیر د بندېدو سره سره، لا هم د مرکې اخیستو اجازه ورکوي.
خو قونسلي چارواکي له دې سره مکلف شوي چې هېڅ ډول ویزه، که مهاجرتي وي او که غیر مهاجرتي، افغان غوښتونکو ته ورنهکړي. دا پرېکړه د هغو افغانانو پر ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) هم تطبیق کېږي، چې د امریکا له پوځیانو او ادارو سره یې همکاري کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې ټولې تأیید شوې ویزې چې تر اوسه چاپ شوې نهدي، باید لغوه شي، او هغه چې چاپ شوې، له منځه یوړل شي او د مهاجرت ادارې په سیستم کې رد و ثبت شي.
د ټرمپ دغه تلګراف، چې د جمعې په ورځ د امریکا ټولو دیپلوماتیکو نمایندګیو ته لېږل شوی، دلیل یې دا ښوولی چې باید د ویزه غوښتونکو هویت او قانوني شرایط د امریکا د قوانینو له مخې لا زیات وڅېړل شي.
دا بندیزونه وروسته له هغه سخت شول چې یو افغان وګړی، رحمانالله لکنوال، چې ویل کېږي په افغانستان کې یې د CIA له اړونده قطعو سره همکاري لرله، د واشنګټن په ښار کې د دوو امریکايي ملي ګارد سرتېرو په ډزو تورن شو. په دې پېښه کې یو سرتېری وژل شوی دی.
تر دې پېښې وروسته، د امریکا د مهاجرت او تابعیت اداره د افغان مهاجرتي غوښتنلیکونو د څېړلو بهیر په غیر محدود ډول وځنډاوه. دا پرېکړه عملي ډول د هغو افغان همکارانو د ځانګړو مهاجرتي ویزو بهیر ټکنی کړی چې په تېرو شلو کلونو کې له امریکايي ځواکونو سره همکار ول او له خطرونو سره مخ وو.
د امریکا د حکومت تازه اقدام په زرګونو هغو افغانانو کې ژورې اندېښنې راپورته کړې دي چې د امریکا ویزې ته یې سترګې نیولې وې، او یو ځل بیا د امریکا د تعهداتو پر وړاندې بېباوري زیاته کړې ده.




