طالبانو د آنلاین ځمکنۍ ترانسپورت سیسټم د ارزونې غونډه وکړه

د طالبانو ادارې د ځمکنۍ ترانسپورت د مدیریت لپاره د یوه آنلاین سیسټم د ارزونې غونډه کړې ده. دغه غونډه د کابل په ښار کې د واټ ترانسپورت د مرستیال ملا عبدالسلام حیدري په مشرۍ جوړه شوې وه، چې تمرکز یې د یاد سیسټم د پیل، فعالیت او امکاناتو پر څرنګوالي وو.
په دې غونډه کې د یاد سیسټم د مؤثرې تطبیق اړتیا باندې ټینګار شوی او د معلوماتي ټکنالوژۍ یو شمېر استازي هم پکې ګډون درلود. سرچینو ویلي، چې د دغې ناستې په ترڅ کې د سیستم ځینې نیمګړتیاوې هم تر بحث لاندې نیول شوې او د فعالیت د ښه والي لپاره وړاندیزونه وړاندې شوي دي.
سره له دې چې د ډیجیټلي سیسټمونو معرفي کېدل کولای شي د ترانسپورتي خدماتو د ښه والي لور ته یو مثبت ګام وي، خو د شفافیت نشتوالی، د طالبانو د ادارې غیرقانوني حاکمیت او اداري کمزورتیاو د دې ډول طرحو د عملي او عادلانه تطبیق پر وړاندې اندېښنې راپارولي دي.
د طالبانو اداره تر دې وړاندې هم د دولتي خدماتو د ډیجیټلي کېدو ژمنې کړې وې، خو د سیاسي، تخنیکي او ټولنیزو شرایطو له امله د دغو ژمنو پلي کېدل تل له شک او تردید سره مخامخ دي.




