نظرونه

د ډونالډ ټرمپ څرګندونې: د یوه فرد حمله، یوه ملت ته سپکاوی

په دې وروستیو ورځو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا مېشتو افغان کډوالو د وضعیت د بیا کتنې په اړه تازه څرګندونې وکړې؛ هغه څرګندونې چې یو ځل بیا وښودله چې څنګه پوپوليستي سیاست کولای شي یو انفرادي پېښه د عامه احساساتو د تحريک او ګډې وېري د رامنځته کولو وسیله وګرځوي.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې یو افغان وګړي پر امریکايي پوځیانو برید وکړ. خو پر ځای د دې چې د برید کوونکي انفرادي عمل وغندي، ټرمپ د یوه ملت د ټولو وګړو توهین وکړ؛ هغه ملت چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د جګړو، بې‌ثباتۍ او د لویو قدرتونو، په تېره د امریکا، د پرېکړو قرباني پاتې شوی دی.

ټرمپ د کابل د سقوط پر مهال د خلکو د ایستنې د بهیر انځورونه ښکاره کړل او هغوی یې «لیوني» وبلل. دا څرګندونې نه یوازې له نیوکې ورتېرې وې، بلکې د افغانستان خلکو ته مستقيم سپکاوی و. هغه د هغو کسانو منل چې ژوند يې له ګواښ سره مخ و، نه د بشري اړتیا له مخې، بلکې د امریکا یوه احسان ښودلی؛ حال دا چې حقیقت دا دی چې دا یو مسووليت و، نه لطف.

د امریکا شل کلن حضور په افغانستان کې یوازې یوه نظامي ماموریت نه و؛ بلکې یوشمېر سیاسي، امنیتي او ستراتیژیکې پرېکړې وې چې د هېواد دننه یې جوړښتونه له ځان سره وتړل. د امریکا بې‌سنجشه وتل او عملاً واک طالبانو ته پرېښودل، میلیونونه انسانان له مستقیم ګواښ سره مخ کړل او یوه بې‌سارې کډوالي یې رامنځته کړه. د دې خلکو د یوې برخې ژغورنه، د افغانستان پر غاړه احسان نه دی، بلکې هغه مسووليت دی چې د همدې حضور او وتلو له امله راپیدا شوی.

هغه څه چې نن ورځ خطرناک بلل کېږي، یوازې د ټرمپ توهين‌آمېز ‌لهجه نه ده؛ بلکې دا هڅه ده چې یو انفرادي عمل د یوه ملت پر ضد یو هویتي او امنیتي بحران بدل شي. دا ډول روایتونه مهاجر له انسان څخه په ګواښ بدلوي، او د سخت‌دریځو سیاستونو، ټولنيزو فشارونو او بنسټیز تعصبونو ته زمینه برابروي.

په اوسنیو شرایطو کې زياته اړتیا شته چې یادونه وشي: د یوه کس تېروتنه د هماغه کس مسوولیت دی، نه د هغه ملت چې لاهم د جګړې له خاورینو کنډوالو لاندې ساه اخلي او د نړیوالو قدرتونو د پرېکړو قرباني دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button