مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ د غزې د بیا رغونې لپاره د ۵ میلیارده ډالرو مرستې اعلان وکړ

دونالد ټرمپ، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، اعلان کړی چې د «سولې شورا» غړي هېوادونه به د بشري مرستو او د غزې د پټې د بیا رغونې لپاره له ۵ میلیارده ډالرو ډېر بودیجه ځانګړې کړي او زرګونه سرتېري به د دې سیمې د امنیت د تأمین لپاره واستوي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټولنیز شبکه «تروت سوشیل» کې لیکلي چې د ۲۰۲۶ د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه به په واشنګټن کې د «دونالد جي. ټرمپ د سولې بنسټ» په کوربه‌توب د سولې د شورا د غړو ناستې سره یوځای شي. د هغه په وینا، په دې ناسته کې به اعلان وشي چې د شورا غړو هېوادونو د غزې د بیا رغونې لپاره د ۵ میلیارده ډالرو د تمویل ژمنه کړې ده.

هغه زیاتوي چې د دې طرحې له مخې به زرګونه کسان د نړیوال ثباتي ځواکونو او سیمه‌ییزې پولېس په توګه غزې ته واستول شي څو د دې سیمې د اوسېدونکو امنیت او آرامتیا وساتي. ټرمپ همدارنګه ټینګار وکړ چې د سولې شورا به «په تاریخ کې تر ټولو مهم نړیوال بنسټ» وي او د دې شورا مشري یې د ویاړ وړ وبلله.

د غزې په پټه کې د اوربند لومړۍ مرحله د ۲۰۲۵ د اکتوبر پر ۱۰مه پلي شوه. دغه توافق د مصر په شرم‌الشیخ ښار کې د حماس او اسراییلو تر منځ د غیرمستقیمو خبرو اترو وروسته، د مصر، قطر، امریکا او ترکیې په منځګړیتوب رامنځته شو. ویل کېږي دا توافق د ټرمپ د هغې طرحې پر بنسټ جوړ شو چې د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره وړاندې شوې وه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button