په ترینکوت کې د ۳۵۰ زره افغانیو غلا شوې سرو زرو کشف

د اروزگان د امنیې قوماندانۍ وايي چې د دې ولایت د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیریت ځواکونو د ترینکوت ښار په یوه کور کې د ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت غلا شوي سرو زر موندلي او ضبط کړي دي.
د اروزگان د امنیې قوماندانۍ ویاند، بلال احمد روزګانی، ویلي چې دغه زرونه تر غلا وروسته د پلور په موخه د ترینکوت ښار یوه زرګر ته لېږدول شوي وو، خو د پولیسو د کشفي هڅو او امنیتي څېړنو په پایله کې پېژندل شوي او ترلاسه شوي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا، د یادې پېښې شکمن کس تر لومړنیو څېړنو وروسته د اقتصادي جرمونو مدیریت له خوا عدلي او قضایي بنسټونو ته معرفي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دریو کلونو زیاته موده کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د جرمونو د زیاتوالي او د خپلو شخصي ملکیتونو د امنیت په اړه اندېښنه لري، او له امنیتي بنسټونو د شفافیت او لا ډېر ځوابورکۍ غوښتنه کوي.




