د شهیدانو او معلولینو د کورنیو د وړتیا پياوړتیا لپاره په درې ولایتونو کې دوه تفاهملیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي چې د شهیدانو د کورنیو او معلولینو د توانمندۍ لپاره یې له دوو همکارو بنسټونو سره دوه جلا تفاهملیکونه لاسلیک کړي دي. د دې تفاهملیکونو له مخې، له درې زرو څخه ډېر کسان به په کنړ، بغلان او لغمان ولایتونو کې مسلکي روزنې ترلاسه کړي او له دورې تر بشپړېدو وروسته به د کار د پيل لپاره اړين وسايل هغوی ته ورکړل شي.
د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، لومړی تفاهملیک له “د افغان ماشومانو او بېوزلو ښځو د ملاتړ او اړتیاوو د رفع مؤسسې” سره لاسلیک شوی دی. د دغه سند پر بنسټ، دوه زره او ۵۹۵ تنه د شهیدانو او معلولینو د کورنیو غړي به په کنړ او بغلان ولایتونو کې د ګنډلو او ګلدوزۍ، شيدو او خوراکي موادو توليد او پروسسرۍ، د سبزيجاتو کرنې، د موبایل ترمیم، غالۍ اوبدلو او نورو مسلکونو کې روزنه ترلاسه کړي. د دې پروګرام د پلي کولو مالي لګښت ۹۰۴ زره او ۹۲ ډالره اعلان شوی دی.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، ګډونوال به له لسو مياشتو زده کړو وروسته، د کوچنيو سوداګريزو فعاليتونو د پيل لپاره اړين وسايل او امکانات تر لاسه کړي، څو وکولای شي د زده کړو له لارې عاید ترلاسه کړي.
دوهم تفاهملیک له “د ټولنې د توانمندۍ مؤسسې” سره لاسلیک شوی دی. د دې سند له مخې، يو زره او ۵۰ تنه د شهیدانو او معلولینو د کورنیو غړي به په لغمان ولایت کې د ګنډلو او ګلدوزۍ، د شيدو توليد، د سبزیجاتو کرنې، د موبایل او برقي وسایلو ترمیم په برخو کې روزل کېږي. د دې ډلې لپاره به هم د لس میاشتني کورس له بشپړېدو وروسته د کار لپاره وسايل برابر شي.
دغه تفاهملیکونه د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو، پلان او تقنین رییس مولوي ثناءالله فرقاني او یادو مؤسسو د رییسانو له لوري لاسلیک شوي دي. له دې سره هممهاله چې د طالبانو اداره د زیانمنو کورنیو د اقتصادي خپلواکۍ د هڅو خبره کوي، کارپوهان تل پر بوديجوي شفافيت او د پروژو د پلي کولو پر دقيق نظارت ټينګار کوي، څو مرسته شوې سرچينې په اغېزمن ډول تر مستحقو کسانو ورسول شي.




