مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ غواړي اخوان‌المسلمین ترهګره ډله وګرځوي

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ویلي چې د هغه اداره هڅه کوي تر څو اخوان‌المسلمین د بهرنیو ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړي. ټرمپ تازه څرګندونو کې ویلي چې د دې پرېکړې قانوني بهیر روان دی او دا به ډېر ژر «په تر ټولو جدي ژبه» سره نهايي شي.

د امریکا خبري اژانس «Just the News» د یکشنبې په ورځ د ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې اړوند اسناد مکملېږي او اداره‌یې پیاوړې اراده لري چې دا پرېکړه عملي کړي.

اخوان‌المسلمین چې په ۱۹۲۸ میلادي کال کې په مصر کې تاسیس شوه، د عربي نړۍ تر ټولو پخوانیو سیاسي اسلامي ډلو څخه شمېرل کېږي. دا ډله سره له دې چې په ځينو اسلامي هېوادونو کې پراخه فعالیت لري، خو د بیلابیلو حکومتونو له مخالفت سره مخامخ شوې ده. مصر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، سوریه او روسیه هغه هېوادونه دي چې دا ډله یې ناقانونه اعلان کړې ده.

په تازه پېښه کې، اردن هم د روان میلادي کال په پیل کې د یوې احتمالي خرابکارانه توطیې له کشف وروسته، د دې ډلې فعالیتونه غیرقانوني وبلل. د امریکا د ولسمشر نوې پرېکړه ښایي د سیمې او نړۍ پر سیاسي او امنیتي وضعیت پراخې اغېزې ولري.

سره له دې چې ترورېزم د ډېرو هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه ده، خو ترهګريزو ډلو د پېژندلو معیارونه او بهیرونه تل د بحث وړ پاتې شوي دي. د ټرمپ د ادارې دا احتمالي اقدام هم کېدی شي چې د نړۍ د حکومتونو او ادارو له لوری بېلابېل غبرګونونه راواخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button