اقتصادمهم خبرونه

د خواف-هرات رېل‌پټلۍ له لارې واردات پنځه برابره زیات شوي

د هرات د طالبانو چارواکي وایي، چې له ایران څخه د خواف-هرات رېل‌پټلۍ له لارې افغانستان ته د وارداتو کچه د تېر کال پرتله پنځه ځله زیاته شوې ده. د دوی په وینا، اوس په ورځني ډول تر ۲۰۰۰ ټنه توکي د دغې رېل‌پټلۍ له لارې افغانستان ته واردېږي.

د طالبانو د چارواکو په خبره، د روزنک د تم‌ځای په سیمه کې د توکو د تخلیې بهیر هره ورځ روان دی. دغه رېل‌پټلۍ چې د ایران د خواف ښار او د افغانستان لویدیځ هرات ولایت ترمنځ غځېدلې، د دواړو هېوادونو ترمنځ یو مهم زیربنایي پروژه ګڼل کېږي.

نوي راپورونه ښيي چې پدې وروستیو کې د ډيزل لومړنۍ جوپه د همدې رېل‌پټلۍ له لارې هرات ته انتقال شوې ده. طالبان وایي، تمه ده چې د روانې اونۍ تر پایه د نفتو دوهمه جوپه هم له همدې لارې هېواد ته راوړل شي.

سره له دې چې د طالبانو اداره هڅه کوي چې د خواف-هرات رېل‌پټلۍ له لارې خپله اقتصادي لاسته راوړنه وښيي او دا پروژه د افغانستان، منځنۍ آسیا او اروپا ترمنځ د وصل یوه لاره معرفي کړي، خو د شفافیت نشتوالی، غیرمسلکي مدیریت او د طالبانو له کبله نړیوال انزوا، د دې پروژې له ظرفیت څخه مؤثره ګټه اخیستنه له خنډ سره مخ کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button