په غزني او ننگرهار کې د دوو ترافيکي پېښو له امله اووه کسان وژل شوي

د غزني او ننگرهار ولايتونو کې د دوو بېلو ترافيکي پېښو په پايله کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوی دی. دا پېښې نن، د شنبې په ورځ، د دلو ۲۵مه، د غزني په قرهباغ او د ننگرهار په بهسود ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
د طالبانو د حکومت د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند خالد سرحدي ويلي، چې د کابل–کندهار پر لويه لار د يوه مسافر وړونکي موټر او يو باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه کسان، چې دوه ښځې هم په هغوی کې وې، وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوی دی. د ده په وينا، پېښه د قرهباغ په ولسوالۍ کې شوې او لامل یې د موټرچلونکو بېاحتياطي بلل شوې ده.
په بلې پېښه کې، د طالبانو د حکومت د ننگرهار امنيې قوماندانۍ ويلي، چې د بهسود ولسوالۍ د «سخي صاحب» په سيمه کې د يوه موټرسایکل او يوه موټر د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي دي. د دې ادارې په اعلاميه کې راغلي چې د پيښې قربانيان د موټرسایکل سپرلۍ وې. دغه اداره د پېښې د لامل په اړه جزيات نه دي ورکړي.
په افغانستان کې هر کال د ترافيکي پېښو له امله ګڼ شمېر وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي. د موټرچلونکو بېپروايي، د سړکونو خراب حالت او د ترافيکي نښو نشتوالی د دغو پېښو له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي؛ هغه ستونزې چې د طالبانو د ادارې له جدي پاملرنې او اغېزمنې تګلارې پرته د ډېرو تلفاتو د مخنيوي امکان نشته.




