امنیت او پېښېمهم خبرونه

په سمنګان کې د ټرافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي

په سمنګان ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې لږ تر لږه د درې کسانو ژوند اخیستی دی. دا پېښه د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده. د مړو شویو کسانو په ډله کې دوې ښځې هم شاملې دي او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د ټرافیکو ریاست مسوولینو ویلي، پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. د دوی په وینا، دا مهال د ټپیانو روغتیايي وضعیت تر څېړنې لاندې دی.

سمنګان د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه دی، چې د دغه ولایت ډیری لویې لارې او فرعي سړکونه د مناسبې ترافیکي څارنې له نشتون او د خوندیتوب نښو له کمښت سره مخ دي. سره له دې چې دا ډول پېښې تکراریږي، خو د طالبانو اداره تر دې دمه د سړکونو د خوندیتوب د ښه‌والي او د موټر چلوونکو د پوهاوي لپاره دوامداره او مؤثر پروګرام نه‌دی وړاندې کړی.

د سمنګان اوسېدونکي هم په یاد ولایت کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي له امله اندېښنه څرګندوي او له اړونده ادارو غواړي چې د سړکونو وضعیت ته جدي پام وکړي، موټر چلوونکو ته روزنه ورکړي، او د ټرافیکي قوانینو تطبیق یقیني کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button