امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بلخ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي

د بلخ ولايت د چهار بولک ولسوالۍ په يوه ترافيکي پېښه کې درې کسان، چې يو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. دا پېښه د درې چټکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو د بلخ امنيې قومندانۍ ويلي چې دا پېښه د جمعې په ورځ، د حوت په ۲۲مه، رامنځته شوې ده. د يادې ادارې په وينا، ټپيان د درملنې لپاره د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

مسؤلينو د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې‌احتياطي بللې ده. د دې ډول ترافيکي پېښو له امله په لويي لارو او ولسواليو کې تل د خلکو ژوند له لاسه ځي، او د ترافيکي اصولو نه مراعتول يې يو له مهمو عواملو ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button