روغتيامهم خبرونه
په تورخم کې د بېرته ستنوونکو لپاره ۱۲ روغتیایي مرکزونه فعال شوي

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی چې د پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو د عاجلو روغتیایي ستونزو د حل لپاره په تورخم بندر کې ۱۲ روغتیایي مرکزونه، یو شل بستریز روغتون او د معلولینو لپاره یو ځانګړی مرکز فعال دی.
د دې ریاست د څرګندونو له مخې، دغه ټول مرکزونه شپه او ورځ روغتیايي خدمات وړاندې کوي څو د بېرته ستنوونکو درملنیزې اړتیاوې د هېواد ته د داخلېدو پر مهال پوره شي.
مسوولین زیاتوي چې د ناروغانو د لېږد او د بیړنیو حالاتو د سمې پاملرنې لپاره ۱۲ امبولانسونه په دې سیمه کې په چمتو حالت کې دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ټینګار کړی چې د دغو مرکزونو فعالیت په منظم ډول تر څارنې لاندې دی څو د روغتیايي خدماتو کیفیت وساتل شي.




