د تورخم جګړې زرګونه کورنۍ بېځايه کړې

د نړيوال سرهصليب کميټې ويلي چې د طالبانو د ادارې او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله په تورخم بندر کې زرګونه کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه پرېږدي. د دې کميټې په وينا، ډېری کورنۍ يې خپل ټول شتمنۍ له لاسه ورکړي او له سختو بشري ستونزو سره مخ دي.
کميټې ويلي چې د يادې پېښې له امله د زيانمنو شوو خلکو د مرستو بهير پيل شوی او د دې ډلې کارکوونکي په اغېزمنو سيمو کې حضور لري. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولايت کې د اچين او غنيخېلو په ولسوالۍ کې ۳۵۰۰ بېځايه شويو کورنيو ته نغدې مرستې وېشل شوې دي.
يو بېځايه شوی اوسېدونکی چې د جګړې شپه يې توصيفوله، وويل چې په تورخم کې جګړه ناڅاپه پيل شوه او راکټونه د هغه د کور ترڅنګ ولګېدل. نوموړي زياته کړه چې د دغو بريدونو له امله د بازار دوکانونه ويجاړ شول او خلک د وېرې او بېسرنوشتی له کبله سيمه پرېښوده.
عبدالکريم عزيزي، د نړيوال سرهصليب کارکوونکی په سيمه کې، تاييد کړې چې د مرستو بهير لا هم روان دی. د سرحدي نښتو دا لړۍ، چې ملکيانو ته يې سخت تلفات او مالي تاوانونه اړولي، بيا ځل دا پوښتنه راپورته کړې چې د بشري مسؤليتو د پوره کولو او د خلکو د امنيت ساتلو چارې تر کومه د ښکېلو خواوو د مسؤوليت برخه ګڼل کېږي.




