اقتصادمهم خبرونه

د تورخم د لارو د بندېدو له امله ۲۴۰ میلیونه ډالره تاوان افغان او پاکستاني سوداګرانو ته رسېدلی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تورخم د تګلارې د تړل کېدو له امله تر اوسه د افغانستان او پاکستان سوداګر شاوخوا ۲۴۰ میلیونه ډالره تاواني شوي دي. د «ایکسپریس ټریبیون» ورځپاڼې په وینا، دا لار هره ورځ د دواړو لوريو سوداګرو ته نږدې دوه میلیونه ډالره مالي زیان اړوي.

د تورخم لار د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو د ادارې ځواکونو او د پاکستاني پوځیانو ترمنځ له پوځي نښتې وروسته وتړل شوه. دا مسیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي او د تړل کېدو له امله یې د دواړو هېوادونو راکړه ورکړه سخت زیانمنه کړې ده.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هره ورځ شاوخوا ۱۰ زره کسان د دې لارې تګ راتګ کاوه او له ۵۰۰ تر ۷۰۰ پورې د توکو او مسافرو بار وړونکي موټر ترې تېرېدل. د دې تګ راتګ بندېدل نه یوازې د سوداګرۍ سکتور اغېزمن کړی، بلکې د سرحدي سیمو د اوسېدونکو پر اقتصادي وضعیت یې هم بد اغېز کړی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې له د طالبانو له ادارې سره سوداګري عملي توګه فلج شوې ده. په عین وخت کې، د طالبانو د ادارې د ماليې وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د پاکستان درمل واردول جدي توګه بند شوي او له هغو کسانو سره به چلند وشي چې دا درمل په قاچاقي ډول راواردوي. دغه پرېکړه د درملو د لاسرسي او اقتصادي اغېزو په اړه اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button