مهم خبرونهنړیوال

د تورخم لار موقتا د افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوه

د څو ورځو بندښت او د راستنېدونکو افغان کډوالو سرګردانۍ وروسته، د تورخم تګراتګ لاره نن شنبه، د عقرب لسمه، موقتي ډول پرانیستل شوه.

د طالبانو د حکومت د اسلام‌اباد استازي، مولوي سردار احمد شکیب، ویلي چې دا لار د هغه او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو ترمنځ د خبرو پایله ده. د هغه په وینا، پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې د تورخم لاره به هغو مهاجرینو ته چې د راستنېدو پر مهال په دغه لاره بند پاتې وو، خلاصه وساتل شي.

له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د دې هېواد پرېښودو ضرب‌الاجل ورکړ، زرګونه افغان مهاجر د تورخم پر لاره سرګردانه او له سختو شرایطو سره مخ دي. دغه بشري بحران د مهاجرینو د حقونو پلوي بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

طالبان، که څه هم د تورخم د لارې د پرانیستو په هڅو خبرې کوي، خو پدې برخه کې د دوی د مؤثر ملاتړ نشتوالی له پراخو نیوکو سره مخ شوی. د راستنېدونکو پر وړاندې د منظم جوړښت نشتون دا پوښتنې راولاړې کړې چې ایا طالبان د جدي بشري بحرانونو د مهار کولو لپاره چمتووالی لري او که نه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button