راپور: د افغان سفر پر مهال امریکايي ميلياردر ته دوه پوځي هيليکوپترونه ورکړل شوي

نوې خپرې شوې اسناد ښيي چې تام پريتزکر، يو امريکايي ميلياردر، په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د سفر پر مهال د امريکايي او ناټو ځواکونو هغه مهال قوماندان جنرال ډېوېډ پيتريوس څخه دوه پوځي هيليکوپترونه په موقتي ډول ترلاسه کړي وو.
د پريتزکر له لوري جېفري اپسټين ته لېږل شوې يو برېښنالیک ښيي چې دی د افغانستان په يو «لرې پراته دره» کې موجود و او دا يې د خپل د زوکړې ورځ آرزو بللې وه. په همدې پيغام کې راغلي چې ده يو ورځ مخکې له پيتريوس سره ليدلي وو او يو هيليکوپتر له يوې بلې مرستندويې الوتکې سره ورته ورکړل شوی و.
پريتزکر په همدې برېښنالیک کې ليکلي وو: «زه د افغانستان په يوه لرې دره کې يم (دا زما د زوکړې ورځ آرزو ده) او له هلکانو او لوبتکو سره يم. پرون مې له پيتريوس سره وخت تېر کړ او هغه راته يو هيليکوپتر راکړ (په حقيقت کې دوه، له يوې د ملاتړ په توګه). تر سبا پورې به ونه شم کولای اړيکه ونيسم.»
اسناد دا هم څرګندوي چې پريتزکر د کلونو لپاره د خپلو سفرونو او بېلابېلو پروګرامونو په اړه له جېفري اپسټين سره د برېښنالیکونو تبادله لرله. د دغو مکاتبو له خپرېدو وروسته پراخ غبرګونونه راپورته شول.
د اسنادو تر علني کېدو وروسته، پريتزکر د هایت هوټلونو د اجرايوي بورډ د رئيس له دندې استعفا وکړه.
جېفري اپسټين، چې پر هغه د د کم عمره نجونو د جنسي ځورونې تورونه ثابت شوي وو، په ۲۰۱۹ کال د اګست په مياشت کې په زندان کې مړ شو.




