اقتصادمهم خبرونه

توقایف: د ټرانس‌افغان اورګاډي پروژه د سیمې د نښلونې کلیدي لاره ده

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په سنت پېټرزبورګ کې د اوراسیا د عالي اقتصادي شورا په غونډه کې وویل چې د ټرانس‌افغان اورګاډي پراختیا هغه مهمه لاره ده چې د مرکزي آسیا هېوادونه له جنوبي آسیا، منځني ختیځ او افریقا بازارونو سره نښلوي. نوموړي ټینګار وکړ چې دغه پروژه کولای شي د سیمې د سوداګرۍ او ټرانزیت د پراختیا لپاره ټاکوونکی رول ولوبوي.

توقایف زیاته کړه، د سیمې د هېوادونو مستقیم لاسرسی دغو بازارونو ته د ټرانس‌افغان دهلېز د ګډې پراختیا له لارې ممکن دی. د هغه په وینا، د دې هدف د پلي کېدو لپاره په روسیه، قزاقستان، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان کې د اورګاډي د لیکو د ظرفیت لوړول بنسټیز اهمیت لري، او پرته له سیمه‌ییزې همغږۍ دا مسیر به په بشپړ ډول فعال نه شي.

د قزاقستان ولسمشر همدارنګه د اوراسیا د پرمختیايي بانک د مالي ملاتړ پر رول ټینګار وکړ او وویل چې د سیمه‌ییزو مالي بنسټونو ملاتړ کولای شي د ټرانس‌افغان دهلېز د عملي کېدو بهیر چټک کړي او د لا ډېرو پانګونو زمینه برابره کړي.

خو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې لید پلي‌کول شفاف مدیریت، دوامداره امنیت او روښانه اقتصادي چوکاټونو ته اړتیا لري. دوی وايي، دغه موارد د طالبانو تر واک لاندې له جدي ابهام او اندېښنو سره مخامخ دي؛ یو حالت چې د سیمه‌ییزو پانګوالو باور کمزوری کولای شي او د پروژې راتلونکی له ننګونو سره مخ کړي.

د ټرانس‌افغان دهلېز پروژه د سیمې له مهمو ترانزیټي طرحو څخه ده، چې موخه یې د مرکزي آسیا نښلول له جنوبي آسیا سره د افغانستان له لارې ده. دغه طرحه د ټرانسپورټي لګښتونو د راکمولو او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا د پراخې هڅې یوه برخه بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button