په کندهار کې پر توفان وزیرۍ وسلهوال برید شوی دی

ځايي سرچينې په کندهار ولايت کې تأييد کوي چې توفان وزيري، د پخواني جمهوري نظام د اجرائيه رياست سلاکار او وياند، د چهارشنبې په سهار د دلو په ۱۵مه د وسلهوالو د بريد په نتيجه کې ټپي شوی دی.
د سرچينو په وينا، نامعلومو بريدګرو ښاغلی وزيري د خپل کور مخې ته د يخکارېز په سيمه کې، چې د کندهار ښار د پنځلسمې ناحيې اړوند ده، سخت ډب کړی او له هغه وروسته له سيمې تښتېدلي دي. ويل کېږي دا پېښه د سهار په لومړيو ساعتونو کې رامنځته شوې ده.
يوه سرچينه چې د وزیري له کورنۍ سره نږدې ده وايي، هغه تر دې پېښې وروسته د عينو مينه ښارګوټي يو روغتون ته لېږدول شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دی. د هغه د روغتيايي حالت په اړه تر اوسه رسمي جزئيات نه دي ورکړل شوي.
توفان وزيري د جمهوريت پر مهال د اجرائيه رياست د سلاکار او وياند په توګه دنده ترسره کړې وه. د سرچينو په وينا، نوموړي د جمهوريت تر سقوط وروسته افغانستان پرېيښی و، خو وروسته د طالبانو د دعوت کمېسيون له لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
تر اوسه د دې بريد انګېزه روښانه نه ده، او د طالبانو د ادارې ځايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي. دا چوپتيا يو ځل بيا د کندهار ښار په ښاري سيمو کې د امنيتي وضعيت، د پخوانيو چارواکو د خوندیتوب، او د طالبانو د ادارې د مسؤليت په اړه اندېښنې راپارولې دي.




