اقتصادمهم خبرونه
په دولتآباد فاریاب کې د ټیرپارک د جوړېدو کار روان دی

په فاریاب ولایت د دولتآباد ولسوالۍ کې د ټرانسپورټي اسانتیاوو لرونکی یو ټیرپارک د جوړېدو په حال کې دی. دا پروژه د طالبانو تر اداره لاندې د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت له خوا پلي کېږي او موخه یې د ترانسپورټي وسایطو لپاره منظمې اسانتیاوې برابرول بلل شوي دي.
د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې ټول لګښت ۱۳ میلیونه او ۴۶۶ زره افغانۍ اټکل شوی دی. دغه ټیرپارک به ځانګړې ساحې د وسایطو د درېدو، د تګ راتګ د تنظیم او د لومړنیو ترانسپورټي خدماتو د برابرولو لپاره ولري.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د پروژې عملي کار تر اوسه شاوخوا لس سلنه پرمختګ کړی دی. مسؤلین اټکل کوي چې که اوسنی بهیر همداسې دوام وکړي، دغه ټیرپارک به په راتلونکو اته میاشتو کې په بشپړه توګه جوړ او د کار اخیستنې لپاره چمتو شي.




