امنیت او پېښېمهم خبرونه

سختو سیلاوونو د تایلند هات‌یای ښار ونیوه

د تایلند په جنوبي ښار هات‌یای کې د سختو او پراخو سیلاوونو له کبله ځایي چارواکو د اوسېدونکو او سیلانیانو د ایستلو بهیر پیل کړی دی. راپورونه ښيي چې د ښار په ځینو برخو کې د اوبو کچه له ۱.۵ تر ۳ مترو پورې رسیدلې او زیاته زیان یې بنسټیزو تأسیساتو ته اړولی دی.

ځایي رسنیو ویلي چې د ګڼ شمېر ودانیو لومړۍ پوړونه بشپړ د اوبو لاندې تللي او د خلکو ورځنی ژوند له جدي خنډونو سره مخ شوی دی. له سیلاب ځپلو سیمو خپاره شوي انځورونه د اوبو پراخوالي او د وضعیت شدت څرګندوي.

هات‌یای ښار د تایلند په جنوب کې یو مهم سوداګریز او ګرځندویي مرکز ګڼل کېږي. دا ښار له پخوا راهیسې له موسمي سیلابونو سره مخ و، خو تازه سیلابونه د وروستیو کلونو له تر ټولو سختو پېښو څخه ګڼل شوي دي.

اوس مهال ځایي ادارې هڅه کوي چې د ژغورنې کښتيو په مرسته، بند پاتې کسان د خطرناکو سیمو څخه وباسي او خوندي ځایونو ته یې ولېږدوي. همداراز، د ښار لاندې برخو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې خپل ځایونه پرېږدي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button