په تگزاس کې زدهکوونکو د امریکا د مهاجرتي تګلارو پر ضد له ټولګیو وتلي دي

په امریکا د تگزاس ایالت په مرکزي برخو کې د دوشنبې په ورځ د څو ښوونځیو زدهکوونکو د امریکا د مهاجرت او ګمرک ادارې (ICE) د کړنو او تګلارو پر وړاندې د اعتراض په توګه له ټولګیو ووتل او له ښوونځیو بهر راټول شول. دا اعتراضونه د څو تعلیمي سیمو اړوند ښوونځي رانغاړي، چې د هېز (Hays CISD) ښوونیزه سیمه هم پکې شامله ده. د سیمهییزو رسنیو د راپور له مخې، دا اعتراض د هغو لاریونونو دوام دی چې تېره اوونۍ د آستین په سیمه کې د یو شمېر ښوونځیو زدهکوونکو لخوا ترسره شوي وو. د خپرو شوو معلوماتو له مخې، له پنځو ښوونیزو سیمو څخه څو سوه زدهکوونکو په دغو اعتراضونو کې برخه اخیستې او د درسي ورځې په ترڅ کې پرته له رسمي اجازې له ټولګیو وتلي دي. سیمهییزو چارواکو ویلي، دغه زدهکوونکي به د غیر موجه غیابت په توګه ثبت شي او که کوم ګډوډوونکې چلند ترسره شي، کېدای شي نور انضباطي ګامونه هم واخیستل شي. د کایل ښار پولیسو ویلي، شاوخوا ۵۰۰ زدهکوونکي د ښار مرکزي برخې ته لاریون وکړ. د پولیسو په وینا، یو شمېر زدهکوونکي د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیول شوي دي، خو د نیول شویو کسانو د حالت په اړه زیات جزئیات نه دي خپاره شوي.




