د تهران غونډه؛ د افغانستان د امنیتي ګواښونو په اړه د سیمې اندېښنه

په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمهییزې ناستې ګډونوالو ځانګړو استازو د دغه هېواد له لوري د رامنځته شویو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ترهګرۍ، د مخدره موادو قاچاق او د انسان قاچاق پر ضد د همکارۍ چمتووالی یې اعلان کړی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغې ناستې ګډونوالو د افغانستان د ثبات پیاوړتیا او د سیمې د همغږۍ پراختیا د افغانستان اړوند ننګونو د حل لپاره د خبرو اصلي محوره موضوعات ګڼلي دي. د وزارت په وینا، ټینګار شوی چې سیمهییزې همکارۍ کولی شي د بېثباتۍ په راکمولو کې مهم رول ولوبوي.
اعلامیه زیاتوي، د روسیې، چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او پاکستان ځانګړو استازو د افغانستان د شتمنیو پر آزادېدو او پر دغه هېواد د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې او دغه موضوع کې یې د نړیوالې ټولنې مسئولیت مهم ګڼلی دی. دوی همداراز یو ځل بیا له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د نظامي حضور د هڅو مخالفت کړی.
ګډونوالو ټینګار کړی چې هغه هېوادونه چې د افغانستان د اوسني وضعیت په رامنځته کېدو کې ښکېل دي، باید له سیاسي استفادې پرته، د دغه هېواد د بیا رغونې، اقتصادي پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره مرسته وکړي. لړ کې له نړیوالو سازمانونو غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو له درناوي ډک بېرته ستنېدو ملاتړ وکړي.
د غونډې په یوه بله برخه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلتیا کمولو لپاره د هڅو ملاتړ شوی او ګډونوالو د یاد بهیر د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی. دوی د طالبانو له مشرتابه او د اسلامآباد له چارواکو غوښتي چې شته اختلافات باید د دیپلوماتیکو خبرو له لارې حل کړي؛ خو دا چې د مذاکراتو لارې لا هم تړلې پاتې دي، څارونکي پرې نیوکه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې چې ګډونوالو موافقه کړې چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه ناسته به ډېر ژر د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد کې ترسره شي.
یاده سیمهییزه ناسته پرون د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون ترسره شوه. سره له دې چې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوی پکې له حضوره ډډه وکړه؛ یو اقدام چې د طالبانو د سیمې له هېوادونو سره د رغوونکي تعامل د تمایل پر سر پوښتنې راولاړې کړې دي.




