نړیوال

په تهران کې د افغانستان په تړاو سیمه‌ییزه ناسته پیل شوه

په تهران کې د افغانستان په اړه سیمه‌ییزه ناسته نن د سیمې د یو شمېر هېوادونو د دیپلوماتیکو چارواکو په ګډون پیل شوه؛ داسې ناسته چې اصلي تمرکز یې د افغانستان پر روان وضعیت او له دې سره تړلو اغېزو باندې دی چې پر ګاونډیو هېوادونو پرېوځي.

د دې ناستې پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د افغانستان ثبات او پرمختیا یوازې یوه انساني موضوع نه ده، بلکې دا د ټولې سیمې لپاره یوه ستراتیژيکه اړتیا ګڼل کېږي. نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې نا‌امني او بې‌ثباتي ګڼ ګواښونه له ځان سره لري، چې پر شاوخوا هېوادونو پراخې اغېزې کولی شي.

له هغې راهیسې چې د طالبانو اداره پر افغانستان برلاسي شوې – شاوخوا درې کاله مخکې – دغه هېواد له ژورو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی؛ داسې ننګونې چې د سیمې هېوادونه یې د بحران د پراخېدو، د کډوالۍ د ډېرېدو او د امنیتي ګواښونو له امله اندېښمن کړي دي.

پداسې حال کې دا ډول ناستې دوام لري، چې لا هم د طالبانو له ادارې سره د اغېزناکې اړیکې جوړولو او د افغانانو غوښتنو، په ځانګړي ډول د بنسټیزو حقونو، زده‌کړو او سیاسي ګډون په برخه کې، لا هېڅ روښانه او ګډ عملی حل‌لار وړاندې شوې نه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button