په افغانستان کې د تاپي پروژې ۹۷ کيلومتره لاره پاکه شوې ده

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت وياند ويلي چې د تاپي د ګاز نل ليکې له مسيره ۹۷ کيلومتره برخه په افغانستان کې پاکه شوې او نوې نلليکې سيمې ته انتقال شوې دي. د نوموړي په وينا، د نلليکو د نصب کار به په نږدې ورځو کې پيل شي.
همايون افغان چې له يوې کورنۍ رسنۍ سره يې خبرې کولې، وويل چې دا مهال هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ متره د ګاز نل نصب کېږي. هغه زياته کړه چې د دې پروژې د ۱۵۳ کيلومتره برخې د جوړولو کار به په هرات ولايت کې د ۲۰۲۶ کال تر پايه بشپړ شي.
تر دې وړاندې د ترکمنستان پخواني ولسمشر هم اعلان کړی و چې د تاپي پروژې لومړی پړاو به په هرات کې د ۲۰۲۶ کال تر پايه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
تاپي پروژه د سيمې له سترې اقتصادي طرحو څخه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. د دې پروژې د اقتصادي اهميت له امله تمه کېږي چې د طالبانو اداره د عملي پرمختګ، د مسير د امنيت ټينګښت او د افغانستان د اقتصادي ګټو د تضمين په اړه لا زيات شفاف جزئيات وړاندې کړي؛ ځکه دا پروژه کولای شي د کار د فرصتونو په رامنځته کولو او د ملي عوايدو په زياتوالي کې مهم رول ولوبوي.




