اقتصادمهم خبرونه

د تاپي پروژې د ځمکو د استملاک د چټکتیا په اړه خبرې وشوې

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د تاپي پروژې د مسير د ځمکو د استملاک بهير د دې وزارت او د ترکمنستان د چارواکو د ناستې اصلي محور و. په دې ناسته کې د استملاک د بهير د چټکتیا او د پروژې د ځمکو لپاره د عادلانه بيې د ټاکلو پر اړتیا ټينګار وشو.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، مراد امانوف، چې د تاپي پروژې مشر دی، له مولوي عطاالله عمري، د طالبانو د کرنې وزير، او خواجه عوضوف، د ترکمنستان له سفير سره د دې پروژې د عملي پرمختګونو په اړه معلومات شريک کړل. نوموړي غوښتنه وکړه چې د چارچوب تړون له مخې، د څلورو ګډو هېوادونو ترمنځ، د ځمکو د استملاک او بيې د ټاکلو بهير بايد په چټکۍ سره پر مخ ولاړ شي.

د طالبانو د کرنې وزير د تاپي پروژې عملي کېدل د افغانستان لپاره مهم وبلل او ويې ويل چې د ځمکو د بيې ټاکونکی بهير به د نافذو قوانينو او اصولو پر بنسټ ترسره شي. د ده په وينا، د بيې د ټاکلو پر مسودې کار روان دی څو د شخصي، امارتي او خصوصي ملکيتونو لپاره مشخص او عادلانه بيه وټاکل شي.

د تاپي پروژه د سيمې له سترو د ګازو د لېږد طرحو څخه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. د دې پایپ لاين يوه برخه د افغانستان له څو ولايتونو تيرېږي او د کرنې وزارت د مسير پر ځمکو د ارزونې، تثبيت او استملاک تخنيکي مسووليت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button