طالبان: د تاپي د ګاز نل لیکې کار په هرات کې ۲۵ کیلومتره پرمختګ کړی

د طالبانو اداره اعلان کړې ده چې د تاپي ګاز نل لیکې د جوړونې بهیر په هرات ولایت کې ۲۵ کیلومتره پرمختګ کړی دی. د دې ادارې مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، د سهشنبې په ورځ د وري ۱۱مه په یوه پیغام کې وویل چې د دې تر څنګ شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره ساحه هم د کار د دوام لپاره چمتو شوې ده.
د هغه په وینا، د یادې پروژې عملي کار د ۱۴۰۴ کال د سنبلې په میاشت کې د ترکمنستان او د طالبانو تر ادارې ترمنځ پیل شوی او د تطبیق بهیر یې روان دی. خو تر اوسه د دې برخې د تخنیکي پرمختګ، لګښتونو او د بشپړېدو د دقیق مهال ویش په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د تاپي پروژه د دې لپاره طرحه شوې چې د ترکمنستان طبعي ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته انتقال کړي. دا نل لیکه د ترکمنستان له خاورې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره وروسته د افغانستان لوېدیځ ته، هرات ولایت ته ننوځي.
د ترکمنستان چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې دا نل لیکه به د ۲۰۲۶ کال تر منځنیو میاشتو پورې هرات ته ورسېږي. د دې پروژې د اقتصادي اهمیت له امله تمه کېږي چې د طالبانو اداره به د اجرا د شفافیت، د امنیتي تضمینونو او د افغانستان د ونډې په اړه له خلکو سره دقیق معلومات شریک کړي.




