کلتور او هنرمهم خبرونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو سرپرست د سرپل عامه کتابتونونه وکتل

سید محمد سعید، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د امور ځوانانو سرپرست، د سرپل ولایت د سفر پر مهال د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتونونو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د باختر آژانس د راپور له مخې، نوموړي د سفر په پیل کې د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست له مشرۍ او کارکوونکو سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې به په جدي توګه وڅېړل شي.
د ځوانانو سرپرست د سرپل د عامه کتابتون د لیدنې پر مهال وویل چې دا وزارت د عامه کتابتونونو د وضعیت د ښه والي لپاره ژمن دی او د منابعو د بډاینې او د فرهنګي خدمتونو د لوړوالي په موخه به اړینې همکارۍ ترسره کړي.




