سياستمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د یوې اونۍ په موده کې د ښځو د حقونو ۷۸ قضیې څېړلې

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې یې د ښځو د حقونو سره تړلې ۷۸ قضیې د هېواد په بېلابېلو برخو کې څېړلې دي. د دې قضیو له ډلې کورني تاوتریخوالی، د میراث پر سر شخړې، د شریعت خلاف وادهونه او د طلاق مسلې یادې شوې دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې همدارنګه ویلي چې په همدې موده کې ۹ قومي شخړې او ۴۰ وړې شخړې هم حل شوې دي. خو تر اوسه د دغو قضیو د څېړنې څرنګوالي، د رسېدو میکانیزم او د پرېکړو د شفافیت د تضمین په اړه مشخص جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د دې اعلامیې له مخې، شپږ کسان د «جادوګرۍ» په تور نیول شوي دي، خو د نیول شوو کسانو د هویت او د شواهدو د ډول په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو بنسټونو څو ځله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کړنو په اړه اندېښنه ښودلې او د شفافیت، عادلانه محاکمې اصولو او د اساسي حقونو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې. منتقدین وايي، د خپلواک قضایي نظام او د مدافع وکیل ته د ازاد لاسرسي له نشتوالي سره، د داسې قضیو څارنه او حساب ورکونه جدي اړتیا ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button