د طالبانو حکومت وايي له درې زرو ډېر د ښځو اړوند شکايتونه يې څېړلي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت اعلان کړی چې په تېرو لسو مياشتو کې يې د ښځو د حقونو په تړاو ۳۵۱۱ شکايتونه ثبت کړي او ادعا کوي چې له هغې ډلې ۳۴۸۱ موردونه يې څېړلي دي.
ياد وزارت د يکشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دا شکايتونه د «د ښځو حقونو د اسلامي اصولو پر بنسټ» دې ادارې ته سپارل شوي وو. د دغه وزارت د ادعا له مخې، يوازې د تېرې يوې اونۍ په موده کې د ۷۳ کورني تاوتريخوالي پېښو او ۹ جبري وادهونو مخه نيول شوې او د ۱۵ ښځو د ميراث حق تامين شوی دی.
د طالبانو اداره ټينګار کړی چې د دې ادارې د مشرتابه په لارښوونه، د ښځو د حقونو د ساتنې هڅې به د شريعت په چوکاټ کې دوام ولري او له هر ډول «ځورونې او ناوړه ګټې اخيستنې» به مخنيوی وشي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو کلونو راپدېخوا، همدې ادارې د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنيز حضور پراخ محدوديتونه لګولي چې کورني او نړيوال غبرګونونه يې راپارولي دي.
د بشر حقونو ادارو څو ځله ويلي چې د ښځو له متوسطه او لوړو زدهکړو محرومول، په ډېرو دولتي ادارو کې د کار مخنيوی او د محرم پرته د تګ راتګ بنديز د ميليونو افغان ښځو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. سره له دې چې د امر بالمعروف وزارت نوې ادعاګانې کوي، لا هم د ښځو پر بنسټيزو حقونو بنسټيز محدوديتونه پر ځای پاتې دي.
د امر بالمعروف وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د ښځو د حقونو د نقض يا کورنيو شخړو پېښې دې له دې ادارې سره شريکې کړي، تر څو د دوی په وينا وڅېړل شي او حللار ورته وموندل شي.




