طالب محتسبانو په کابل کې د ښځو تعقیب او ګواښونه زیات کړي دي

یو شمېر ښځې او نجونې په کابل کې شکایت کوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې مامورین له دوی سره د تعقیب او ګواښ چلند زیات کړی دی.
دغه ښځو د چهارشنبې په ورځ، د جدې په ۲۴مه ویلي، د طالبانو مامورین هغوی په کوڅو کې تعقیبوي او ګواښي.
دوو نجونو تایید کړې چې که څه هم د طالبانو له خوا ټاکل شوی بشپړ حجاب یې مراعت کړی، بیا هم د محتسبانو له خوا ورته خبرداری ورکړل شوی دی.
یوه نجلۍ ویلي: «زه په بشپړ حجاب کې په کوڅه روانه وم، خو بیا هم پسې راغلل او راته یې وویل، ولې دې جامې چسپ دي؟ ډېره وېرېدلې وم.»
د دغو ښځو په وینا، طالبان د ښځې غږ «عورت» بولي، خو د همدې پلمې په نوم د دوی مامورین نجونې او ښځې په کوڅو کې ځوروي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د ۲۴مې مادې له مخې، محتسبانو ته د تأدیب، بندي کولو او د خلکو د خپلو محکمو ته د معرفي کولو صلاحیت ورکړل شوی دی.
تر دې وړاندې هم ځينو سرچینو شکایت کړی و چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاستونه د فساد او ناوړه استفادې ډګرونه ګرځېدلي او دا نهاد د طالبانو د غړو لپاره د «نکاحخونه» بڼه غوره کړې ده.




