روغتيامهم خبرونه

د طالبانو او نړیوال روغتیايي سازمان د سل ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې

د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي له ادوین سنیزا سالوادور، چې په افغانستان کې د نړیوال روغتیايي سازمان رییس دی، او د دغه سازمان د مرکزي او سیمه‌ییزو دفترونو د توبرکلوز د څانګو له مسؤلینو سره لیدلي دي.

په دې ناسته کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د توبرکلوز یا سل ناروغۍ اړوند د خدماتو د پیاوړتیا، ناروغانو ته د معیاري خدماتو وړاندې کولو، د بودجې زیاتوالي، د تشخیص بهیر د مؤثریت ښه‌والي، او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شوي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې ویلي، چې د توبرکلوز ناروغانو د مخنیوي او درملنې برخه د دغه وزارت له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه ده، او اړتیا ده چې په دوامداره توګه اړوند روغتیايي خدمتونه پراخ شي.

بل‌خوا د نړیوال روغتیايي سازمان استازو له حکومت سره د خپلو روانو همکاریو یادونه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د سل ناروغۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې به له عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري روانه وساتي. دا هغه موضوع ده، چې د هېواد د روغتیايي نظام د شکننده وضعیت له امله، عملي او شفاف تعقیب ته اړتیا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button