د طالبانو د اوبو وزارت مرستیال د تاشکند نړیوالې اوبو ناستې ته رسمي سفر کړی

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال د ازبکستان تاشکند ښار ته د «تاشکند د اوبو اونۍ» په نوم نړیوالې ناستې کې د ګډون لپاره رسمي سفر کړی دی. دا ناسته د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو، تخنیکي کارپوهانو او د اوبو سکتور اړوندو بنسټونو په ګډون ترسره کېږي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا سفر د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت، د سیمې د همغږۍ د پراختیا او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی دی. افغانستان چې د خپلې اوبهيي زېرمو یوه لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو سره ګډې لري، په وروستیو کلونو کې د اوبو د دوامدارې استفادې او مدیریت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.
د «تاشکند د اوبو اونۍ» ناسته پر موضوعاتو لکه د اوبو د سرچینو دوامداره کارونه، د اقلیم بدلونونو اغېزې او د اوبو عادلانه وېش تمرکز لري. د افغانستان ګډون په داسې ناستو کې کولای شي د تخنیکي بحثونو او سیمهییزو همکاریو زمینه برابره کړي، خو کارپوهان تل د طالبانو د ادارې له لوري د اوبو د حیاتي سرچینو په شفاف مدیریت، عملي پلان جوړونه او حساب ورکونې ټینګار کوي.
افغانستان د بېلابېلو حوزو مهمې اوبهيي سرچینې لري او په سیمهییزو اوبو وېش کې مهم رول لوبوي. د دغو سرچینو د مدیریت څرنګوالی کولای شي د هېواد پر اقتصادي او سیاسي اړیکو له ګاونډیو سره مستقیم اغېز ولري.




