د امریکا رسنۍ: د داعش له تړاو تورن افغان الاصله کورنۍ په ۲.۵ میلیونه ډالره کور کې اوسيږي

د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې ابراهیم قیومي، د افغان الاصله امریکايي وګړی، چې د داعش له ډلې سره د اړیکو او په نیویارک ښار کې د بم ایښودلو د هڅې په تور تورن شوی، له یوې داسې کورنۍ سره ژوند کوي چې په پنسلوانیا ایالت کې د دوه نیم میلیونه ډالرو ارزښت لرونکی ښایسته کور لري.
د راپورونو له مخې، دا ملکیت د پنسلوانیا ایالت په یوه سیمه کې موقعیت لري او د هغه د مور او پلار په نوم ثبت شوی دی. رسنیو تر اوسه د دې شتمنۍ د ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه نور جزئیات نهدي خپاره کړي.
راپور زیاتوي چې د قیومي کورنۍ څو لسیزې مخکې متحده ایالاتو ته کډه کړې او هلته مېشته شوې ده. امریکايي چارواکو لا تر اوسه د دې قضیې د عدلي سرنوشت او نورو جزئیاتو په اړه تازه معلومات نهدي وړاندې کړي.
د داعش ډله د متحده ایالاتو او ګڼو هیوادونو لهخوا د یوې ترهګریزې ډلې په توګه پېژندل شوې او له دې ډلې سره هر ډول اړیکه د امریکا په عدلي نظام کې له جدي قانوني تعقیب سره مخ کېږي.




