سياستمهم خبرونه

طالبانو پاکستان ته ګواښ کړی: که برید وکړې، سخت به ځواب ووینې

عبدالمتین قانع، چې د طالبانو د داخله وزارت ویاند دی، پاکستان ته په یوه تونده څرګندونه کې ګواښ کړی چې هر ډول برید به سخت غبرګون ولري. هغه ویلي، دا ډول غبرګون به پاکستان ته «درس» او نورو هېوادونو ته «عبرت» شي.

قانع دا څرګندونې له آریانا نیوز تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي؛ دا شبکه د طالبانو ادارې ته نژدې ګڼل کېږي. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال پاکستان ته له سپکاوي ډک تعابیر وکارول او دا هېواد یې «د انګلیس حرام اولاد» بللی دی.

دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې په تېرو میاشتو کې، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو پر سرحدي سیمو کې د ناامنۍ د زیاتوالي له امله، ترینګلې شوي دي. پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) لپاره یې د افغانستان خاوره کې خوندي پناهځایونه برابر کړي دي.

طالبانو تل دا تورونه رد کړي، خو شنونکي باور لري چې د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ نږدې اړیکې، د سیمه‌ییزې ناامنۍ او بې‌ثباتۍ لپاره خطر رامنځته کړی دی.

د طالبانو د ادارې له لوري پر ګاونډیو هېوادونو دا ډول توندې او تاوتریخجنې څرګندونې دا اندېښنې زیاتوي چې دغه اداره د متوازنې او مسؤلانه بهرنی سیاست د پالنې وړتیا نه لري. د دې تګلارې دوام کولی شي افغانستان نوره هم له نړیوالو څخه منزوي کړي او د هېواد پر خلکو یې منفي پایلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button