اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو ادارې له سوداګرو د بیو او احتکار په اړه خبرداری ورکړی

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت اعلان کړی چې ټول سوداګر، دکان‌داران او د تجارتي مارکیټونو مسؤلین په ټول هېواد کې اړ دي، خپل توکي د ټاکل شوې نرخ‌نامې له مخې عرضه کړي او له احتکار او د بیو له خپل‌سري لوړولو ډډه وکړي.

د دې وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر ویلي چې پلورونکي باید په وزن او پیمانه کې هم «بشپړه عدالت» رعایت کړي. د هغه په وینا، که له دې اصولو سرغړونه وشي، د سرغړوونکو دکانونه او مارکیټونه به وتړل شي او مسؤل کسان به عدلي او قضایي ادارو ته ورمعرفي شي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په وروستیو کلونو کې د بیو د بدلون او د ځینو توکو د کموالي په اړه له یو شمېر ولایتونو څخه شکایتونه راپورته شوي دي. خو کارپوهان باور لري چې یوازې تنبیهي چلند او د مارکیټونو د تړلو ګواښ، پرته له دې چې د بازار د تنظیم او د بیو د لوړوالي د اصلي لاملونو د څېړنې لپاره روښانه تګلاره موجوده وي، د خلکو اقتصادي ستونزې په دوامداره توګه نه شي حل کولای.

په داسې حال کې چې د هېواد ډېری اوسېدونکي له اقتصادي سختیو سره مخ دي، تمه کېږي د طالبانو اداره، د خبرداري تر څنګ، د بازار د څارنې او د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب لپاره روڼ او عادلانه میکانېزمونه رامنځته کړي، څو د خلکو اعتماد هم وساتل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button